ټرمپ د ګوانتامو زندان نه تړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ  وايي جیمس ماټيس سره د نوې نظامي پالیسۍ په اړه یې خبرې کړي چې د ګوانتانامو زندان پرانیستی پريښودل په کې له مهمو موضوعاتو دي.

ټرمپ کانګرس ته د خپلې کلنۍ وینا په ترڅ کې دا خبرې وکړې.

هغه پر شمالي کوریا غږ وکړ چې د خپل ولس له ځپلو لاس واخلي او اټومي ازميښتونه ودروي.

امریکا ولسمشر وايي ټول هیوادونه او د امریکا ولس غواړي چې له اټومي وسلو پاکه نړۍ ولري خو د امریکا حکومت ورته چمتو نه دی.

ټرمپ په ایران کې د روانو لاریونونو ملاتړ وکړ او زیاته یې کړه چې د دیکتاتور حکومت پر وړاندې د ایران ولس سره ولاړ دی.