ارزګان کې پر طالبانو خپل ماین چاودلی

د ارزګان چورې ولسوالۍ کې پر طالبانو خپل ماین چاودنه کړې دوه تنه یې ځای پر ځای وژلي دي.

د چورې ولسوال امین الله خالقي وايي، دغه ماین چاودنه تیره شپه د یادې ولسوالۍ په سرۍ سیمه کې هغه مهال چې طالبانو د سړک پر غاړه ماین ځای پر ځای کاوه شوې ده.

د وژل شویو طالبانو له ډلې د یوه یې جسد هم د پولیسو لاس ته ورغلی دی.

د یو بل خبر له مخې تیره شپه مرکز ترینکوټ کې طالبانو د افغان ځواکونو پر کمربندي پوستو بریدونه وکړل چې ځوابي برید کې د طالبانو د یو سرګروپ ملا ودوود په ګډون درې تنه ووژل شول او دوه یې ټپیان شول.

طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.