افغان پلاوي له پاکستان څه غوښتي؟

د ملي امنیت سرچینې وایي، د افغان حکومت پلاوی د یوې ځانګړې موخې لپاره پاکستان ته تللی او د پاکستان له حکومت سره به خبرې وکړي چې د کابل د وروستیو بریدونو عاملین افغان حکومت ته وسپاري.

د ملي امنیت سرچینې وایي، ((ټاکل شوې وه د پاکستان یو لوړ پوړی پلاوی په فبروري کې کابل ته راشي، خو  که د روستیو پیښو عاملین له ځان سره رانه وړي په زغرده به ورته وویل شي کابل ته دې مه راځي .))

افغان حکومت په دې پوی دی چې کابل کې وروستي بریدونه چېرته پلان شوي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال  نصرت رحیمي وايي، هغه اسناد او شواهد چې د ورستیو بریدونو په تړاو راټول شوي و، افغان پلاوي له پاکستان سره شریک کړي چې عاملین یې افغان لوري ته وسپاري.

د کابل په صدارت څلور لارې کې د طالبانو له خونړي برید وروسته افغان حکومت او متحده ایالاتو له طالبانو سره د سولې فرصت ختم وباله او ټینګار یې کړی چې دا ډله به د جګړې له لارې وځپي.