د چین درې اړخیزه غونډه پيل شوه

د چین مرکز پيکنګ کې د افغانستان چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو درې اړخیزو غونډو لومړی پړاو پیل شو.

غونډې ته د افغانستان بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین ربانی وویل، دغه غونډه درې واړو هېوادونو لپاره تاریخي فرصت دی.

رباني په درې اړخیزه غونډه کې پر طالبانو بیا غږ وکړ چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او سولې ته راوګرځي.

نوموړي زیاته کړه، ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه د سیمې هېوادونو ګډې همکارۍ ته  اړتیا لري.

د چین بهرنیو چارو وزیر  بیا وویل، د افغانستان او پاکستان ښې اړیکې د سیمې  او دواړو  هېوادونو د خلکو په ګټه دي.

د چین بهرنیو چارو وزیر همداراز له طالبانو غوښتنه کړې چې سولې ته راشي هغه وویل، مو ږ هوکړه کړې چې د افغانانو په مشرۍ به د سولې له بهیر ملاتړ کوو.