امریکا: طالبان د جګړې له لارې هدف ته نه شي رسیدلی

کابل کې د امریکا شارزدافیر هوګو لارنس د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې یوې جوړې شوې غونډې ته په وینا کې ټینګار وکړ، چې امریکا به په افغانستان کې خپل نظامي حضور ته تر هغې دوام ورکړي، چې په دې هېواد کې یې د ترهګرۍ پر ضد جګړه نه وي ګټلې. 

(د ترهګرۍ او سخت دریځۍ پر وړاندې د اوسنۍ نړیوالې ستونزې محوري ټکی افغانستان دی. زه غواړم تاسې ته دا ډاډ درکړم لکه څرنګه چې تاسې هم پوهیږئ له تېرې ادارې رانیولې تر اوسنۍ ادارې موږ هیڅ ځای نه ځو موږ همدلته پاتې کیږو او پر هیڅ مهال ویش تمرکز نه کوو. موږ دلته تر هغې پاتې کیږو، تر څو مو چې دا ستونزه نه وي حل کړې.)

لارنس ډاډ ورکړ، چې افغانستان د امریکا د نوې ادارې لپاره زیات ارزښت لري او ډيری تمرکز یې پر دغه هېواد راټول کړی. 

 (موږ له څو میاشتو راهیسې د افغانستان په تړاو د پالیسۍ بیاکتنه پیل کړې ده. تر ټولو جالب ټکی دا دی، چې افغانستان لومړنی هېواد دی، چې د امریکا نوې اداره ورته هر اړخیزه پالیسي جوړوي. که څـه هم دا پالیسي بشپړه شوې نه ده خو اوس مهال زموږ د ټولو ادارو تر منځ پرې خبرې روانې دي. د نوې ادارې تمرکز پر افغانستان ډېر زیات دی او له امله یې نوې پالیسۍ ته په پراخه او سیمییزه کچه بیاکتنه کوي او پاکستان هم زموږ د پالیسۍ یوه برخه جوړوي.)

کابل کې د امریکا شارزدافیر همداراز ټینګار وکړ، چې طالبان هیڅکله نشي کولای د جګړې له لارې بریا ته ورسیږي او پر طالبانو یې غږ وکړ، چې له افغان حکومت سره خبرو ته کیني. 

 (موږ هیڅ احتمال نه وینو او هیڅ احتمال نشته، چې طالبان دې له نظامي لارې ستراتیژیکې بریا ته ورسیږي. دوی هیڅکله نشی کولای کابل یا مزار یا جلال اباد اوهرات یا کندهار ونیسي. په ورته وخت کې موږ به د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړو. د طالبانو لپاره یواځې یوه لاره شته هغه هم دا ده، چې د افغانانو په مشرۍ د افغان سولې په پروسه کې ګډون وکړي.)

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې د غونډې ګډونوالو او سیاسي څېرو همداراز له هوګو لارنس سره د افغانستان پر روان حالت د خبرو تر څنګ ټینګار وکړ، چې پاکستان د افغانستان په ستونزه کې اساسي رول لري له همدې امله دې د امریکا نوې اداره پر پاکستان فشار راوړي چې له افغان حکومت سره صادقانه همکاري وکړي.