د افغانستان په جګړه کې ګټونکي نه یو

د امریکا دفاع وزیر وایي، امریکا اوس د افغانستان په جګړه کې ګټونکې نه ده او هر څومره چې ژر کیږي، وضعیت به کابو کړي.

د امریکا دفاع وزیر جیمز ماټیس ویلي (( موږ اوسمهال په افغانستان کې ګټونکي نه یوو او مونږ به دا ستونزه هر څومره چې ژر کیږي حل کړو. زه باور لرم، د هغو دریو شیانو چې موږ یې غوښتنه کوو، په عملي کیدا سره به یې د هیواد په خوندیتوب کې مهم وي.))

د امریکا دفاع وزیر اعلان کړی چې د جولای تر نمیایي به د افغانستان او سیمې په تړاو پالیسي ډونالډ ټرمپ ته وړاندې کړي.

جیمز ماټیس ویلي(( د جولای په نیمایی کې به موږ وتوانیږو چې د دې سټراټيژۍ جزیات درکړو، موږ، موږ اوس په دې اړه ګډ کار کوو، او دا به مخته ځي، ځينې اقدامات شوي چې دا پالیسي روښانه شي او موږ د دې پالیسۍ د ځنډ قیمت نه شو اداء کولی.))     

د امریکا د مشرانو جرګې مخکښ غړي جان مککین بیا په افغانستان کې د امریکا په اوږدې جګړې سخته نیوکه کړې او ویلي دي چې د ډونالډ ټرمپ ادارۍ د پالیسۍ ځند ستونزې دوه چنده کړي.               

جان مککین ویلي (( کله موږ کولای شو، توقع ولرو، کانګریس او متحده ایالات، چې د افغانستان لپاره لپاره نوي ستراټیژي اعلان کړي هغه سټراتيژي چې د تیرو اتو کلونو راهیسې یې لرو، ناکامه ده!.))

سپینه ماڼۍ وایي، افغانستان ته د اضافي سرتیرو او روزونکو استولو صلاحیت یې پنټاګون ته سپارلې او دوي به یې په اړه پرېکړه کوي.