تولیدي فابریکې درې کاله معاف کیږي

 ماليي وزارت وايي، پر عوایدو د مالیې قانون کې تعدیل راځي چې توليدي فابریکې به درې کاله له مالیې معاف وي.

د مالیې وزارت د کورنیو صنایعو د پياوړتیا لپاره یې د ولسمشر په لارښونه قانون کې تعدیل راوستی،چې د ولسي جرګې د تصویب وروسته د صنعتي برخې پانګوال د تولید له پيله تر درې کلونو پر عوایدو د شل سلنې او د صادراتو له ۴ سلنې مالیې چورلټ معاف دي.

د ماليي وزارت د عوایدو مشر عبدالحبیب ځدران وایي، ولسمشر مالیې وزارت ته لارښونه کړې چې د کورني تولیداتو د پياوړتیا په موخه پر عوایدو د مالیې قانون تعدیل او  هغه پانګوالو ته مالیه معاف کړي، چې په فابریکو پانګونه کوي.

تولیدوونکو ته دا امتیاز  د تولید له پيله تر درې کالو د پلي کیدو وړ دی،چې کابینې د قانون تعدیل تصویب خو د ولسي جرګې تصویب ته اړتیا ده.

سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام الدین پسرلی د حکومت د ورستۍ پریکړې د پانګونې پراختیا لپاره ګټورې ګڼي،خو له حکومت غواړي چې دا پریکړې د پخوانیو په څیر ژمنې پاتې نه شي.

مالیې وزارت دا اقدام د کورنیو او بهرنیو پانګوالو د پانګې د جذب هڅه ګڼي،په تعدیل کې  دهغو توکو صادرات هم درې کاله  له محصول معاف دي چې په کور دننه تولید شوي وي.

له حکومت د افغان پانګوالو یو شکایت د عوایدو او مالیاتو د درې میاشتنې راپور او  نغدي جریمه وه،خو اوس د ولسمشر اشرف غني په لارښونه دا موده یو کال ته وغځیده.