بهرنیو ځواکونو په ملکیانو ډزې کړي

.د ننګرهار په غني خیلو ولسوالۍ کې امریکایي ځواکونو پر عامه خلکو ډزې کړي چې په پایله کې درې ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼی پېښه تاییدوي او زیاتوي پېښه هغه مهال شوې چې پر امریکایي ځواکونو د سړک غاړې ماین چاودنه وشوه؛ خو د مرګ ژوبلې په اړه یې دقیق ارقام په لاس کې نشته.

چارواکي وایي، له چاودنې وروسته امریکایي ځواکونو د ماشیندارو خوله ملکي خلکو خوا ته اړولې.

د امریکا پوځ هم پېښه تایید کړي او ویلي دي چې په دې اړه به څېړنې وکړي.

د بمې چاودنې مسولیت طالبانو په غاړه اخیستی او امریکایي سرتیرو ته یې د ګڼې مرګ ژوبلې اړولو ادعاء کړې ده.