د موبایل ټکس له درکه ګرځیدونکي پيسې ورکې دي

د ولسي جرګې ځينې غړي باور لري چې د خلکو له لګښتونو اخیستل کیدونکی ټکس اتیا سلنه غلا کیږي.

ولسي جرګه هڅه کوي د مخابراتي اړیکو د لګښتونو ټکس په ماليي او مخابراتو وزارت بند کړي.

د مخابراتو سرپرست وزیر د ولسي جرګې له غړو سره په خبرو کې منلې چې د اړیکو له درکه اخیستل کیدونکی ټکس شفاف نه راټولیږي.

د موبایل لګښتونو له درکه د ټکس په پيسو کې د فساد له امله د مخابراتو یو وزیر له دندې لیرې او نوې نوماند وزیر د ولسي جرګې د مخابراتو او موصلاتو کمېسیون ته ویلي چې له دې درکه اخیستل کیدونکو پيسو کې پراخ فساد شته.

د ولسي جرګې د مخابراتو او موصلاتو کمېسیون رییس موسی خان نصرت وايي، تر اوسه د ټلیفوني تکس له درکه شااوخوا ۱۹ ملیارده افغانۍ راټولې شوې چې یوازې د ۳ ملیارده مالومې او نورې نادرکه دي.

په دې غونډه کې د موصلاتو او مخابراتو کمېسیون هڅه دا وه چې لس سلنه وضع شوی ټکس د مخابراتو موصلاحاتو له قانون څخه لېري کړي خو د زیاتو وړاندیزو او ځینو نیوکو له امله یاده موضوع بلې ورځې ته وځنډېده.