په ماليي وزارت مافیا حاکمه ده

د مالیې وزارت وايي، د اسنادو لمخې د یو کس یا ګروپ د منفکۍ یا عدلي برخې ته د معرفي اقدام کوي، خو ځینې مشران د همکارۍ پرځای پر دوی فشار راوړي.

 د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو مرستیال دا ځل له رسنیو هیله وکړه،څو دا پیغام خلکو ته ورسوي، چې ځینې سیمه ایز مشران او قومي استازي په فساد ککړو افرادو د دندو د دوام سپارښتنې کوي.

نجیب الله وردګ له فساد سره مبارزه د حکومت د اوږو دروند بار ګڼي او په فساد ککړو کسانو منفکۍ او محاکمې برخه کې له خلکو او مشرانو  د فشار پرځای د همکارۍ غوښتنه کوي.

خصوصي سکتور وایې هغوی چې په ګمرک او عوایدو کې غلا کوي دحکومتي چارواکو،زورواکو او وکیلانو لخوا مقرر شوي ،چې ځان له قانون او مجازاتو لوړ ګڼي.

خانجان الکوزي د تیرو ویناو خلاف وویل،عایداتي سرچینو کې لاس وهنه او  فساد زورواکي،وکیلان او مافیا کوي،خو نوم یې  د ګمرک او حکومت بد کړی.

دا څرګندونې د مالیه ورکونکو لپاره د ټلیفوني اړیکو  مرکز پرانسته کې شوې.

د عوایدو او ګمرکونو مرستیال  نجیب الله وردګ تمه لري چې دا اقدام به یې په ګمرکونو او عایداتي برخو کې د اداري فساد مخنیوي کې مرسته وکړي.

له دې سره د سوداګرۍ خونې له مالیې وزارت وغوښتل چې د اړیکو دا مرکز د نورو وزارتونو په څیر نمایشي نه وي بلکې په ریښتینی توګه د پانګوالو  او مالیه ورکوونکو خدمت وکړي.

دا مرکز به د سهار له ۸ د ماذیګر تر ۵ بجو د خلکو اړیکې او ستونزې ځوابوي.