ټرمپ: موږ جګړه کوو، افغانان دې بیارغونه

د امریکا ولسمشر نوې تګلاره کې ټینګار کړی چې افغانان دې خپل هېواد په خپله جوړ کړي، ځکه چې امریکا نور په افغانستان کې پر بیارغونه نه بلکې پر جګړه تمرکز کوي. 

 (دا د افغانستان په خلکو پورې اړه لري، چې خپل راتلونکی په خپل لاس کې واخلي تر څو خپله ټولنه اداره کړي او سولې ته ورسیږي. موږ ور سره شریک او ملګري یو خو موږ افغانانو ته نشو ویلای، چې څه ډول ژوند وکړي او یا څه ډول خپله پیچلې ټولنه اداره کړي. موږ بیا هېواد جوړونکي نه یو. موږ ترهګر له منځه وړو.)

په افغانستان کې د امریکا د بې پایلې جګړې ۱۶ کلونه پوره شول خو اوس د امریکا نوې ادارې له اوږد ځنډ وروسته د دغې جګړې د ګټلو په موخه د تېرو دوو ولسمشرانو سره په زیات توپیر نوې ستراتیژي اعلان کړه. 

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوې ستراتیژۍ له مخې په هېواد کې د جګړې  پر دوام او بریا ته رسېدو ټینګار وکړ.

 (زموږ ځواکونه به جګړه وکړي تر څو بریا تر لاسه کړي. موږ به د بریا لپاره جګړه وکړو. له دې وروسته د بریا روښانه تعریف دا دی: زموږ پر دښمن بریدونه، د داعش له منځه وړل، القاعده ته ماتې ورکول، په افغانستان کې د طالبانو د پرمختګ مخنیوی او د امریکا پر وړاندې د لویو ترهګریزو بریدونو پای ته رسول.)

د افغانستان او سویلي اسیا په اړه د امریکا په نوې ستراتیژۍ کې پر پاکستان ټینګار شوی، چې د ترهګرو له ملاتړ دې لاس واخلي که نه امریکا به یې نور پر وړاندې غلي پاتې نه شي. 

 (موږ نور د پاکستان په اړه غلي نشو پاتې کېدای، چې ترهګرو ډلو، طالبانو او سیمې او نړۍ ته ګواښ پېښونکو نورو ډلو ته یې خوندي ځایونه ورکړي دي. پاکستان په افغانستان کې زموږ له هڅو سره په مشراکت کې ډېر څه تر لاسه کولای شي خو مجرمینو او ترهګرو ته د ځای ورکولو په دوام سره ډېر څه له لاسه ورکولای شي.)

په ورته وخت کې ټرمپ په خپلې دغې ستراتیژۍ کې د پاکستان له سیال او ګاونډي هېواد هند سره په پیاوړو اړیکو ټینګار کړی او له هند یې غوښتي، چې له افغانستان سره خپلې مرستې نورې هم ډېرې کړي. 

 (موږ په افغانستان کې د ثبات لپاره د هند مهم سهم ستایو خو له امریکا سره هم د میلیاردونو ډالرو سوداګري لري او موږ له هند غوښتنه کوو، چې په افغانستان کې له موږ سره نوره مرسته هم وکړي په ځانګړي ډول په اقتصادي همکاریو او پرمختګ کې.)

که څه هم ټرمپ افغانستان ته د نورو امریکايي ځواکونو د شمېر په اړه څه و نه ویل خو ټینګار یې وکړ، چې اوس مهال له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو ایستل د منلو نه دي.  د امریکا ولسمشر همداراز ژمنه وکړه، چې له دې وروسته به د جګړې په ډګر کې امریکايي ځواکونو ته پوره صلاحیتونو او واکونه ورکړي او خپله دغه ستراتیژي به وخت او حالت ته په کتو سره پلي کړي.