ولسمشر: کانکور دې په دوه برخو وویشل شي

ولسمشر غني چې کابل پوهنتون کې د تحصیلي کال په پرانیست غونډه کې خبرې کولې ټینګار وکړ چې باید د کانکور ازموینه په دوه برخو وویشل شي.

ولسمشر ویلي چې اجتماعي او طبیعي علومو شاګردان باید جدا جدا ازموینه ورکړي.

ولسمشر دغه راز په پوهنتونونو کې د درسي موادو نوي کیدو او عصري ټیکنالوجۍ د رامنځ ته کیدو خبره وکړه او زیاته یې کړه چې د پوهنتونونو درسي مواد داسې دي چې باید نیکونو ته تدریس شي او د نوي نسل لپاره هیڅ په درد نه خوري.

ولسمشر دغه راز وویل په پوهنتونونو نیوکه وکړه چې سم مدیران نه شي روزلی او که دا کار شوی وای نو بودجه کې به مو سپما کولی او کانونه به مو نامسلکي نه کیندل کیدلی.

ولسمشر په خپلو خبرو کې ټینګار کړی چې نفاق، تفرقه او واړه سیاستونه نباید پوهنتونونو کې ځای ولري.

ولسمشر محصلینو ته وینا کې وویل چې په پوهنتونونو کې زده کړه کول نه یواځې یو فرصت دی، بلکې مسوولیت هم دی.

هغه دغه راز ټینګار وکړ چې پوهنتونونه د عقده پاللو ځای نه ، بلکې د عقده يي مسایلو د حل ځای دی او باید دې برخې ته پاملرنه وشي.

ولسمشر د لوړو زده کړو وزارت ته لارښوونه وکړه چې د پوهنتون درسي مواد په دوه ژبو ترجمه کړئ، ژباړن ونیسئ او دا کار اړتیا ده چې درسي مواد په پشتو او دري ژبو وي.

ولسمشر وړاندیز وکړ چې د هغوی لپاره دې جایزې په پام کې ونیول شي چې نوښتونه کوي او دغه راز د پوهنتونونو د شهید شویو استادانو په یاد به یو مینار جوړیږي.

ولسمشر له محصلینو غوښتنه وکړه چې لباسونه مو ساده واغوندئ، خو په مغزو کې مو ټوله دنیا ځآی کړئ.

هغه ټينګار وکړ چې د افغانستان تحصیلي اسناد باید په سیمه کې سیال او یه د سیمې له پوهنتونونو څخه زیات اعتبار ولري.

دغه راز د کابل پوهنتون ولسمشر ته افتخاري دکتورا ورکړه.