روشان: د لوړو زده کړو نظام نیمګړی دی

عدالت د ټولو لپاره، مدني بنسټ لخوا په کانکور آزموینه کې د لس غوره زده کوونکو ستاینغونډه وشوه.

غونډه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر عبدالطیف روشان وویل، د لوړو زده کړو نظام په بیا کتنې کار روان دی او ژر به یې په اړه پرېکړه وشي.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وايي، د کانکور سږنۍ آزموینه د افغانستان په تاریخ کې شفافه وه او هېڅ چاته په کې د لاس وهنو اجازه نه ده ورکړل شوې.

عبدالطیف روشان ډاډ څرګند کړ چې د سیالۍ لپاره یې د سیمې او نړۍ هېوادونو په کچه د کانکور پروسې د سټنډرډ کېدو هڅې پیل کړي دي.

له دې سره دلته په کانکور آزموینه کې لس غوره بریالي زده کوونکي کابل کې د یو خصوصي روغتون لخوا د یو کال لپاره روغتیايي بیمه شول.

یاد مدني بنسټ د کانکور شفافیت په برخه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وستایه.