بې ډریوره موټر سړک ته راوځي

د موټر جوړولو شرکت، ویېمو له څو کلونو راهیسې د بې چلوونکي او اتومات موټر خبرې کوي.

دغه خبرې د ۲۰۰۹ کال راهیسې پیل شوي خو ښکاري چې اوس رښتیا شي.

ویېمو شرکت داسې موټر واټونو ته وباسي چې ډریور به نه لري او په خپله خوښه به چلیږي.

ویریږ‎ئ مه! دا موټر د لارې لارښود او حساسې برخې لري چې پر واټ ټرافیکي نښې او نورې اشارې خپلې درک کوي.

د موټر جوړونکي وايي په لومړي ځل یې د تیر کال په نومبر کې دا موټر ازمایلی او په نږدې راتلونکي کې به یې ټولو واټونو ته وباسي.

دا موټرې به اوس د ټکسي په توګه د کلفورنیا او نیویارک ترمنځ چلیږي.

د بې ډریوره موټر جوړونکی شرکت وايي له دې سره به ټرافیکي ګڼه ګوڼه او ټکرې ډیرې راکمې شي.

خو پر دغه شرکت نیوکې دي چې د خلکو اقتصاد ته به ضربه ورسوي او ګڼ شمیر ټکسي چلوونکي به وزګار کړي.