سپوږمۍ خسوف نیولې وه

د نړۍ په ګڼ شمېر هېوادونو کې تېره شپه سپوږمۍ نېونه یا خسوف ولیدل شو. 

د چین په پلازمېنه بیجینګ کې هم ګڼ شمېر کسانو د سپوږمۍ لیدو لپاره له خپلو کورونو راوتلي وو. 

راپورونه وايي شاوخوا ۱۵۰ کاله وړاندې هم سپوږمۍ په ورته ډول نیول شوې وه. 

د تېرې شپې سپوږمۍ نیونې یا خسوف نږدې دری ساعته دوام وکړ. 

خسوف هغه مهال رامنځ ته کیږي چې ځمکه د لمر او سپوږمۍ تر منځ واقع شي او سیوری یې پر سپوږمۍ ولګیږي.