جمناستیک ډاکټر نورې نجونې هم خرابې کړي

پر امريکايي جمناسټېک ډاکټر د جنسي تېريو نوې ادعاوې.

لېري نسر چې وړاندې پر 175 کاله بند محکوم شوی محکمې ته نورو نجونو او ښځو عريضه کړې چې دغه څلور پنځوس کلن د لوبغاړو ډاکټر پرې جنسي تېری کړی.

په نصر چې شپېته جنسي ځورونو تورونه ثابت شوي تازه پرې د 265 نجونو د ځورولو او جنسي تېريو تورونه پورې شوي.

په نجونو کې ديارلس يې داسې دي چې عمرونه يې پنځلس او شپاړلس کاله دي.

د دغه ډاکټر د جنسي زورونو په قربانيانو کې يې يوه نهه کلنه ماشومه او دوه يې امريکا ته د المپيک مډال ګټونکې اتلانې دي.