د ټرمپ څېره د پيسو په سیکه

اوکرایني هنرمندانو، ډو داریا مارچینکو او دانیل ډي ګرین د امریکا په نیویارک ښار کې خپل وروستی هنر نندارې ته وړاندې کړ. 

د دغو اوکرایني هنرمندانو په وروستي هنر کې د امریکايي جمهور ریس ډونالډ ټرمپ د مخ څېره د پیسو له سکو څخه جوړه شوې ده. 

د ټرمپ د مخ د څېرې جوړونکی مارچینکو وايي د ټرمپ مخ یې له دې امله له سکو څخه جوړ کړ چې هغه د همدې پیسو له لارې وتوانېد اوسنی موقف تر لاسه کړي. 

دغو هنرمندانو د ټرمپ د څېرې پر جوړولو دری میاشتې وخت تیری کړی دی. 

تر دې وړاندې دغو اوکرایني هنرمندانو د روسیې د ولسمشر ویلادي میرپوتین څېره له هغو ۵ زرو کارول شویو مرمیو څخه جوړ کړی و چې د اوکراین له ختیځ څخه راټولې شوې وې.