یو راکټ چې ناټو ته کشفي مالومات ورکوي

د سپېس اېکس فالکون ۹ په نامه هغه راکټ فضا ته وتوغول شو چې د ناټو لپاره به کشفي او نظارتي ماموریت تر سره کړي. 

دغه فضايي راکټ د امریکا په فلوریدا ایالت کې فضا ته وتوغول شو چې موخه یې د ناټو د کشفي هڅو او وړتیاوو پراختیا ښودل شوې چې په مرسته به یې ناټو وکولای شي پر خپلو متحیدینو د سایبري بریدونو مخه ونیسي. 

ناټو سازمان تر دې وړاندې ژمنه کړې وه چې د خپلو دفاعي وړتیاوو د لوړوالي او د سایبري بریدونو د مخنیوي په موخه به جدي اقدامات وکړي.