د چين پسرلنی جشن جاپان کې جوړ شو

دغه درې ورځنی جشن د شنبې په ورځ د جاپان په ناګويا ښار کې پرانيستل شو، چې د چين له بېلابېلو سيمو هنرمندانو په کې ښکلې نندارې کړې.  

د نندارې په سيمه کې لسګونه د خوراکي توکو غرفې اېښودل شوې وي، چې پکې د چين دوديز خواړه او نور ښکلايز توکي هم پلورل کېدل. 

دغه جشن په ناګويا ښار کې له ۲۰۰۷ کال راهيسې جوړېږي او د چين اصلي پسرلنی جشن به د فبرورۍ په نيمايي کې جوړ شي.