روباټ جوړوونکي د خلکو تشویق غواړي

د صوفیه روبوټ جوړونکی وايي د سعودي په څېر که د دوی هڅوونکي زیات شي خپل تولید به له ښه کیفیت سره زیات کړي.

صوفيه هغه روبوټ دی چې څه موده وړاندې ورته سعودي خپل تابعیت ورکړ او د نړیوالو بیلابیل غبرګونونه وپارول.

د هنسون روبوټونو شرکت مشر ډېویډ هنسون د روبوټونو جوړونکي دا یو د ټکنالوژۍ په نړۍ کې یو ستر تحول وباله.

 ((موږ په عمومي توګه له صوفيه سره سفرونه کوو او هغه مو په یوه بکس کې اچولی وي. موږ پر یو ژوندي استخباراتي سیسټم کار کوو او که روبوټونه ورته ښه تمام شي نو د هغوی د راتلونکي په اړه باید سوچ وشي.))

د صوفیه خاوندان وايي؛ هغه کولای شي تاسې سره ډیالوګ او خبرې اترې وکړي.

د روبوټونو خاوندان وايي که مرسته ورسره وشي او وهڅول شي تر دې به ښه کار وکړي او ښه تولید به ولري.  

هغوی پلان لري چې د صوفیه نوی ورژن جوړ کړي چې چینايي څېره او چینايي ژبه ولري.