ټرمپ د جعلي رسنیو لپاره جایزې اعلان کړې

ټرمپ د واشنګټن پوسټ او یو شمیر نورو ویبپاڼو نومونه په هغه کتار کې راوستلې چې د جعلي خبرونو مډال باید ورکړل شي.

ټرمپ په خپله ټویټر پاڼه لیکلي و چې ځيني دغه ویبپاڼې د جمهوري غوښتونکي ګوند پورې تړاو لري.

د سي ان ان په څير ګڼو ویبپاڼو د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال هم د ټرمپ پر ضد ګڼ شمیر راپورونه خپاره کړي و.

ټرمپ د خپلې واکمنۍ له پیله له رسنیو سره ښه نه دی او همیش پرې نیوکې کوي.

ځينو رسنیو ان ټرمپ رواني ناروغ او له جمهوري رياست لپاره نامناسب کس هم ګڼلی دی.