اسټرالیا کې د تودخې درجه له ۴۷ سانتي ګرېد لوړه شوې 

د سيډني د هوا پیژندنې اداره  وايي له تیرې څو لسیزو وروسته دا لومړی ځل دی چې د تودخي درجه دومره لوړیږي.

دغه اداره وايي؛ په ۱۹۳۹ کال کې د تودخي درجه ۴۷ سانتې ګرېد ته لوړه شوې وه او له هغې وروسته په استرالیا کې دومره ګرمه هوا نه ده تجربه شوې.

د سېډني اوسیدونکي وايي د سختې ګرمۍ له امله بهر نه شي وتلی.

د تودخې د دومره لوړې درجې له امله په یو شمیر سیمو کې اور لګیدلی دی.