چین فضا کې تور داغونه څېړي

په چین کې یو نوی ایکسری لرونکی ټلیسکوب فضا ته واستول شو.

د چین د فضايي ادارو چارواکي وايي؛ دا ټلسکوب یې د دې له پاره استولی چې په فضا کې موجود تور داغونه له نږدې و ارزوي.

دا ټلسکوب د ۴بي په نوم توغندي په مرسته د چین له فضايي مرکز څخه فضا ته واستول شو.

دا ټلسکوب له ځمکې څخه ۵۵۰ کیلومټره لرې واټن ته استول شوی چې له ساینس پوهانو سره مرسته وکړي چې په فضا کې مقناطیسي ساحې او د تورو داغونو په اړه زیات معلومات تر لاسه کړي.

د دې ایکسری لرونکي ټلسکوب پر مټ به ساینس پوهان د جاذبې قوې او په فضا کې له زیاتو نوور پټو رازونو پرده پورته کړي.