د موټرو ماشیني خرڅلاو

په سنګاپور کې د موټرو د خرڅلاو له پاره نوی او په زړه پوری ماشین جوړ شو.

دا ماشین یو ټچ یا لمس کیدونکي صفحه لري چې پیریدونکی په لومړي پوړ کې د خپلې خوښې موټر په صفحه کې ټاکي او څو شیبې وروسته ورته هماغه موټر راښکته کیږي.

ګري هونګ ددې ماشین جوړونکی او د اتوبان په نوم د نوي موډل موټرو د شرکت خاوند دی.

هغه خپلې ډیزاین کړې موټرې په یوې ۱۵ پوړیزې ودانۍ کې نندارې ته ایښي دي.

هونګ وايي؛ دا نندارتون یې تیر کال ډیسمبر پرانیستی خو دغې نوي ماشین یې د خرڅلاو کچه ۳۰ سلنه لوړه کړې ده. 

 په دې نندارتون کې اوس مهال ۶۰ ډوله نوي موډل موټرې شته خو هونګ وايي د نندارتون له پاره نورو موټرو ته هم اړتیا لري.