لندن کې د رنګونو منډه

د بریتانیا په پلازمینه لندن کې د رنګونو ځغاستې په نوم کلتوري ورځ ولمانځل شوه.

په دې جشن کې هر کال زرګونه کسان ګډون کوي.

ګډونوال رنګونه پر ځان وهي او له ټاکلي ځای څخه منډه پیلوي.

دا ورځ د لندن له  ووروستي مرګوني ترهګریز برید کابو یوه اونۍ وروسته لمانځل کيږي.

 ګډونوال وايي؛ دوی باید خپل ژوند د یوې پیښې له کبله و نه دروي ځکه ترهګر همدا غواړي او په دې کار سره باید ترهګر خوشاله نه کړي.

د سږ کال د رنګونو ځغاستې یا کلر رن ورځ د لمانځلو له پاره نږدې ۱۹۰۰۰ کسان راټول شوي وو.

ګډونوال په دې جشن کې ۵ کیلومټره منډه وهي .

دا ورځ د ځمکې پر سر د خوښې ۵ کیلومټره په نوم هم یادیږي.