د یو کلي خلک چې یو ځای روژه ماتی کوي

ډيرو سیمو کې ګډ روژه ماتي دود دي او د ثواب کار يې ګڼي، خو په ترکیه کې د یو کلي خلک له تېرو پنځلس کلونو راهیسې په یو دسترخوان روژه ماتی کوي او دا لړۍ سږ کال هم دوام لري.

د یوزغات په کارلي کلي کې ښځې او نارینه یو ځای د مینې د ډيریدو لپاره روژه ماتی کوي او ټول ترې خوند اخلي.

یاد کلی ۳۰ کورونه لري چې د یو جومات تر څنګ دسترخوان خروي او ټول یو ځآی پرې سره کیني.

په دې کار سره د دې ټولو کورونه خواړه سره شریک دي او ښه او خراب خواړه پکې نه مالومیږي.