قزاقستان له تګلارې ملاتړ وکړ

د قزاقستان ولسمشر د افغانستان او منځنۍ اسیا لپاره د امریکا د متحد ایالتونو د نوې ستراتیژي ملاتړ وکړ.

قزاقستان ولسمشر نور سلطان نظرباییف په دې اړه د جمعې په ورځ د امریکا د متحد ایالتونو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره پر ټیلیفون خبرې وکړې او له تګلارې یې ملاتړ کړی.

ولسمشر ټرمپ په سیمه ییزه او نړیواله کچه د قزاقستان د مشرتانه د هڅو ستاینه وکړه.

دواړو مشرانو د واشنګټن او استانې ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو هم خبرې وکړې.

د امریکا په نوې تګلاره کې په افغانستان کې د طالبانو پر ضد د امریکایي ځواکونو پر جګړې ټینګار شوی او پر پاکستان انتقاد شوی چې هغو وسله والو ته پناه ورکوي چې په افغانستان کې جګړه کوي.