د بهشته مهمند د  بریا راز

هغه نجلۍ چې د کانکور ازموینې ښځې ګډونوالو کې اول نمره ده، په ښوونځي کې له لومړي تر دولسم ټولګې اول نمره وه.

بهشته مهمند شپاړلس کلنه ده او په ښوونځي کې یې دوه کاله د سویي ازموینه ورکړې.

بهشته مهمند په عایشه صدیقه ښوونځي کې د زده کړو لپاره قدم کيښود او همدلته یې لس کالو کې دولس ټوګي بشپړ کړل، مهمند چې ځان اوس ډیر نیکمرغه بولي دوه کاله یې د سویي ازموینه ورکړې او په زیات زحمت سره په ښو نمرو له دولسم ټولګي فارغه شوې.

د بهشتې لپاره دا لار اسانه نه وه، ځکه اقتصادي ستونزې یې زیاتې وې چې د کورسونو لپاره یې توان نه درلود، خو څه د کورس تخفیف او څه یې د کورنۍ ملاتړ دا نجلۍ دې ځای ته ورسوله چې اوس یې ډير نوم اخلي او ویاړ پرې کوي.

د ښوونځي مدیره رقیه بارکزۍ او د کورس استاد امید شېرزاد اوس ویاړ لري چې له یو داسې چا سره یې زحمت ویستلی چې اوس د کانکور د ښځینه ګډونوال سرلارې ده.

د نجونو لپاره په زده کړو کې یو لوی خنډ دا چې د کور کار ور ترغاړې وي، د بهشته مهمند مور وایي، مهمند د زده کړو تر څنګ د کور کارونو کې لټي نه ده کړې.

بهشته مهمند د کابل د احمدشاه بابا مېنې اوسیدونکې ده، شپاړس کاله عمر لري، بهشته د څلورو خویندو خور ده او ورور نه لري، منځنۍ اقتصاد  لري او پلار یې دولتي مامور دی.

بهشته مهمند د کانکور په ازموینه کې ۳۴۰ نمرې اخیستې چې د کابل د طب پوهنځي ته بریالۍ شوې ده