له سولېپرته بله لار نشته! 

والصلح خیر

هرڅه پيل او پای لري، د جنګ جګړو ورستۍ پړاو د ښکېلو لورو ترمنځ روغه جوړه او سوله ده. سوله دا مانا هم نه لري؛ چېرې جګړه نه وي هلته دې سوله وي.سوله په عمومي ډول منفي تعبیر شوې، سوله یعنې د جګړې نشتوالی، خو د جګړې نشتوالی هدف نشي کېدای. سوله هغه حالت دی چې نظام په کې حاکم وي، ترڅو دولت د خلکو لپاره خپل کلیدي وظایف ترسره کړای شي.

سوله خوښوونکي له ژوند سره مینه لري او د جګړو خوښوونکي برعکس د ژوند دښمنان دي، له نورو د ژوند کولو حق اخلي او د خپل ژوند باک هم نلري. خو کله داسې شي چې سوله ورکه او ولس پسې سرګرادن وي. موږ افغان ولس هم له کلونو کلونو کړاونو وروسته اوس هم د سولې په لټه کې یوو او د سولې تږي یوو. هغه څه چې د سیمې او بهرنیو هېوادونو سیاسي ګټې ګڼل کيږي سوله يي په انحصار کې را وستلې او خپلې ګټې او سیاسي سیالۍ د جنګ جګړو په تودوالي کې ساتلې دي. 

له دوه زره پنځم زیږدیز کال را ورسته له کله چې طالبانو یو ځل بیا د حکومت او نړیوالو ځواکونو پر وړاندې د جګړې لپاره خپلې لیکې تنظیم کړې، پخواني ولسمشر حامد کرزي طالبانو ته د وروری لاس ور اوږد کړ او هغوی يي د روغې جوړې او مصالحې خبرو ته را وبلل، خو طالبانو يي دا غوښتنه تل په ترهګریزو بریدونو او چاودنو ځواب کړه. عامو افغانانو له دې اړخه بې درېغه ځاني او مالي قربانۍ ورکړې. 

جمهور رئیس غني هم د دولت له وسله والو مخالفانو سره د روغې جوړې خبرې او مصالحه په کاري لومړيتوب کې راوستله. لکه څنګه چې ولسشمر غني د لوړې په مراسمو کې په زغرده وویل چې”موږ له جګړې ستړي یوو. زموږ پیغام د سولې پیغام دی او جګړه د سیاسي اختلافاتو د حل لاره نه ده." د سولي په لار کي د ملي یووالي حکومت د هڅو په لړ کې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار له طالبانو څخه لار جلا کړه او د خپلو اهدافو د تعقیب لپاره يي په کابل کې دفتر پرانیست. 

له ګلبدین حکمتیار سره د روغې جوړې په موخه د خبرو مثبته پایله سولې ته د غني او ورسره کاري ټیم د عزم او ارادې، ښکارندويي کوي.

خو طالبانو تل د سولې لپاره د ملي یووالي حکومت وړاندیزونه رد کړي او د خلکو وژنو او پر خلکو يي د ویر خورولو چارې ته زور ورکړی. کله چې طالبانو پر کانټینیټال هوټل او د کورنیو چارو پر پخواني وزارت خونړي ترهګریز بریدونه ترسره کړل او د ښځو او ماشومانو په ګډون سلګونه بې ګناه وګړي قرباني شول او ترهګرو ډلو يي په هسکه غاړه پړه ومنله نو  ولسمشر محمد اشرف غني له هغوی سره د روغې جوړې خبرې رد کړې او د نظامي ځواک له لارې يي له دوی څخه پر خچ اخیستل ټینګار وکړ. ولسمشر غني دریځ دا دی؛ څوک چې سوله نه مني او د ښځو او ماشومانو په ګډون د عامو خلکو د وژنو مسوولیت پر غاړه اخلي، د سولې دروازې يي پرمخ تړلي دي او دوی به یوازې تر خپلې بشپړې نابودۍ پورې زموږ د عزم او ارادې شاهدان وي او برعکس ټول هغه کسان چې سوله مني د دې ملت د پرانیستې غېږې شاهدان به شي.

 

خو دا ټینګار په دې مانا نه وو چې ګڼې جمهور رییس سولې خبرې رد کړې بلکې ده پر طالبانو غږ وکړ چې له هغو طالبانو او ترهګرو خپله لار جلا کړي چې دوی پر هیڅ ډول اسلامي او انساني ارزښتونو باور نه لري او په یو مخ د بې دفاع وګړو پر وژنو او تاوتریخوالو تمرکز کوي. 

غازي ځدران