د غني څو بنسټیز ګامونه 

لمر (ننګرهاري)

له کومې ورځې نه چې اشرف غني واک ته رسیدلې. آن په  لومړۍ ورځ یې دا خبره کوله چې زه غواړم  هیوادته اساسي کاروکړم ترڅو دنوروهیوادونو له احتیاجه خلاص اویو داسې هیواد شي چې په خپلو پښو ولاړوي ..

په دې مقاله کې به موضوعات  دکوچنیو عنوانو په توګه په سرکې لیکم اوله هغې ورسته به په پوره توکه موضوع روښآنه کوم ترڅولوستونکي دلوستلو پروخت کې له ستونزوسره مخا مخ نه شي ....

الف:دبو دیجې غني کول:

ښاغلی غنې په دې عقیده دې چې مونږباید خپله بو دیجه غني کړو اوترګومه به  نورهیوادونه له مونږسره دبو دیجې په برخه کې مرسته اوهمکاري کوي یوه ورځ به داسي راشي چې دنړۍ یو هیواد په دې ته حاضرنه وي چې له مونږسره یوه روپۍ کومک وکړي نو مونږته پکارده چې خپل غم په خپله وخورو لومړۍ قدم چې ده واخیستلو هغه دټیلفو ن له کارتونو سلو کې لس فیصده ټکس دې که چیرته وه ګورو زمونږدهرګور یو کوچنی ماشوم هم دورځې پنځه روپۍ خوري او آنه ځینې کورنو کې خو یې حساب یو مستوفي نه شي نیولې .

که څه هم ځینې وګړي په لومړیو کې یو څه  غوسه وه . خو ورسته ټولو ومنله چې مونږنه دورځی په سلکونو روپۍ ځي هیڅ خبره نه ده خیرکه یو پنځه روپۍ رانه ددولت حزانۍ ته لاړې شي څه خبره نه ده غنې په دې کارسره نه داچې دبودیجې لپاره اسانتیا برابره کړه ترڅنګ یې په خلکو کې دملي احسا س پیداکولو هڅه هم وکړله .

ترڅنګ یې مامورینو به چې مخکې ماش اخیستلو نو دولت په یو څه اندازه روپۍ بانګ ته ورکولی ده هغه روپی بندې کړی ویلی دولت خپله غریب دی ددی پرځای چې بې ځایه مصارف وشي باید دغه روپۍ په ځای ولکول شي اوددې ترڅنګ په قراردادونوکې بلاډیرې روپۍ هغه دعواموخبره بچت کړی ترڅو بو دیجه غنې او ګړندی کامونه دپرمختګ په لورې واخلو.

ب:بریښنا 

دټولنې پرمختک اوصنعتي کیدو لپاره غوره لاره داده چې هغه ټولنه بریښنا ولري که بریښنا نه وي نه فابریکې جوړیدلې شي اونه دخلکو کورونه رڼا کیداې شي اونه به بې روزګاره خلکو ته دکارزمینه برابریدي شي. ښاغلی غني نه تنها دې ته فکرشته بلکې ترڅنګ یې دافکرهم وهلی چې کوم ولایت کې څرنګه اودڅه شي نه دبریښنا دجوړولو غم وخوري چې زه یې دلته څو بیلګې راوړم .

ننګرهار:که څه هم ددننګرهارولایت داوبو له اړخه  غنې ولایت دې خو اولسمشر داوبو ترڅنګ دافکرهم کړي چې دایو ګرم ولایت دی نو پکارده چې ددې ځای له لمرڅخه سمه ګټه پورته شي اوامریې وګړچې دلته لمریزه بریښنا جوړه اوکټې اخیستلو ته وسپارل شي

شمالې ولایتونه :داچې زمونږپه شمالي ولایتونو کې دکازو زخیرې دي نو ښاغلی داښه وګڼله چې هلته دکازو څخه بریښنا تولید کړې ترڅو دهغه کازو نه هم په سمه توګه ګټه پورته شياوهغه اولس سو کاله اوارامه زندکی وکړئ.

هلمند اونورولایتونو کې داوبو دبند ونو کارګړندی کړی او غواړي چې دغلته دهغو اوبو څخه چې تل زمونږځمکې وړی او تاوانونه رارسو ي کارو اخیستل شي.

ج:عسکری اصلاحات :

چې غواړي اقتصادي کارونه دې په سمه توکه ترسره شي نو اړینه ده چې مونږیو قوي منظمه او ملي ځواک ولرو که چیرته داونه لرو نو بیا په مو دپرمختګ کارونه داسې ګډ وډ شي لکه دامیرامان الله خان کارونه هغه هم غو ښتل چې بلا ډیرڅه دی هیواد ته وکړي کله چې وغوښتل کارونه چټګ کړی نو پروړاندی یو لړد سیسې جوړې شو ی اوهغه یې دې ته اړایستلو چې هیواد پریږدي ځکه هغه یو قو ي اردونه لرله که قو ی اردوی لرله نو بیا داسې نه کیدل اوس به دا هیواد دنړۍ یو له پرمختللو هیوادو نو څخه وو.

ده تیره ورځ زیاتره هغه جنرالان چې عمرونه یې ډیروه اودځوانو قدرونو په مخکی خنډ جوړیده متقاعد کړه ترڅو وکولی شي چې ځوان قدرو نه ځای پرځای او کارونه سم پرمخ لاړشي ترڅنګ دکابل دټولو حوضو ادارې بستونه ازادي سیالۍ ته وړاندي کړل چې سبا څوک کیله ونه کړی چې زه وکیل نه لرم اونه مقرریږم .ترڅنګ اراده داده چې په کشفي ارګانونو کې پراخ بدلون راولي دغه چاره اوس خلکوته سرخوکې ښکاري خو دایو بنیادي او اساسي کاردی ترڅو په اینده کې اولس ښیرازه او اباده زندکي تیره کړي.

د:ملکی اصلاحات 

ښاغلي غني یواځې په نظامي اداروکې اصلاحاتو پسي نه ده رخیستې بلکې هڅه کوي چې په ملکي اداروکې هم دپام وړاصلاحات راولی چې دغه جاره یې داصلاحاتو له کمیسون نه شروع کړه اوهغه مخکینې کمشنران یې لرې اوپرځای داسې کسان راوستل چې دلوړو زدکړودرلودونکي دي.

دوهم دښاروالانو مقرری مخګینې ښاروالانو کې مونږیو هم ماسټرنه درلوده اوس څو ماسټران لرو چې ده مقرر کړه اوپه خپلو ولایتونو کې کارونه روان کړی البته دغه ماسټران داسې نه دې چې په نو رو شیانو کې ماسټری کړی بلکې په همدغه مسلک کې ماسټران دی.

دریم دټول هیواد دپوهنې ریاستونه یو دم له ازادې سیالۍ له خوا وټاکل شول چې ترنیمایي زیات په دوی کې دماسټرۍ ترګچې زدکړې کړي چې دایو سم اوپرځای کاردی اوغواړی چې دې ټولنه کې خلک دې ته وهڅه وی چې علم موهیم دی نو اوس دټولنې هروګړی په دې هڅه کې دی چې خپلې زدکړی پورته یو سي دغه احساس په ټولنه کې راپیداکول دده دکارونوبرکت دې .

که  مونږپوره څیړنه وکړو شاید نوریې ورته کړنې وي چې ښاغلي غني ترسره کړی خو زماله انده داڅونمونې به یې بسنه وکړي ترټولو غوره خبره داده چې ښاغلي غني نه تنها اصلاحات راوستي بلګې کوښښ یې کړی چې له هرکړنې په وسیله خلکوته ملي احساس ورکړي ترڅو چې داوالس ځانته په خپله لارې پیدا اودنوروله احتیاج څخه ځان خلاص کړي.