د امنیتي ننګونو په کابو کولو کې د ښاریانو ونډه! 

کابل؛ له څو پرلپسې خونړیو بریدونو وروسته اوس هم لکه د پخوا په څېر  بوخت ښار دی، خو خلک يي ترهېدلي او وېرېدلي ښکاري.  امنیتي تدابیر د پخوا په پرتله یو څه سخت شوي او په دې سره ظاهرا ښار پوځي څېره غوره کړې، اکثره مهمې لارې او سړکونه تر سختو پلټنو لاندې دي، د ښار په هره برخه کې امنیتي ځواکونه تر سترګو کیږي. دا امینتي تدابیر خلکو ته له سرخوږیو تش نه دي، په لارو کې د پولیسو لخوا پلټنو؛ روغتونونو ته د ناروغانو او دولتي ادارو ته د کارکوونکو په رسېدو کې ځنډ پېښ کړی  او عامو خلکو ته يي ځینې ستونزې رامنځ ته کړې،ښاریان هم له دې وضعیت ستړي شوي او له امنیتي ځواکونو ګیله کوي چې ګواکې خلکو ته يي سرخوږی جوړ کړی، حال دا چې دا ټولې هڅې د خلکو د خوندي پاتې کېدو او د دښمن لخوا د تېرو څو خونړیو بریدونو مخنیوی دی چې له امله يي سلګونه بې ګناه خلک ووژل شول او ټپیان شوي دي.  

دا باید هېر نه کړو چې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه که څه هم له نیمګړتیاوو تش نه دي خو زما او ستا لپآره يي د هر ډول تحدید او ګواښ پر وړاندې يي سینه سپر کړې. په هر ترهګریز برید کې  امنیتي ځواکونه د قربانۍ په لومړۍ کرښه کې ولاړ دي او د هر ترهګریز برید  لومړۍ درجه قربانیان  همدا دوی دي. 

له یوې خوا که څه هم امنیتي ځواکونه له یوه پټ دښمن سره مخامخ دي،له بلې خوا په ښار کې د ترهګریزو پېښو د مخنیوي لوی مسوولیت ور ته غاړې دی چې په بریدونو کې  ملکي خلک  او ملکي تاسیسات، خوندي وساتي. د دغه راز پیچلو ترهرګریزو بریدونو مخنیوی په خوله آسانه خبره ده خو په عمل کې ستوغ او له ستونزو ډک کار دی. ځکه دښمن له هر برید وروسته تاکتیک بدلوي او آن د ناروغانو له امبولانسونو هم کار اخلي.

دا به هم منو چې افغانستان په جګړییز وضعیت کې دی او د امنیت په ګډون هره برخه يي د جګړې تر اغیزې لاندې ده، امنیتي ځواکونههم له ستونزو تش نه دي، پولیس او ورسره نور امنیتي ادارې د دغو ټولو ګواښونو د شنډولو او یا  د مخنیوي وس نلري خو هڅه کوي چې حد اقل د ګواښونو کچه را ټيټه کړي.

پر افغانستان په دې تپل شوې بدمرغه او کرغېړنه جګړه کې د اصلي قربانیانو ډېره برخه عامو خلک دي چې په بې بیلابېلو بڼو او ډولونه وژل شوي او يي زیانونه ګاللي دي.

د دولت وسله والو مخالفانو که څه هم په ظاهر کې په ترهګریزو بریدونو کې د بې ګناه خلکو د مرګ ژوبلې خبرونه نه مني خو د روغتونونو له راپورونو ښکاري چې د دغو بریدونو ډېره برخه ملکي او بې دفاع خلک دي. دښمن په دې ډول سره غواړي چې حکومت کمزوری ښکار کړي او د نظام پر وړاندې د خلکو احساسات را پاروي. 

نو دې حساسو شرایطو ته په کتو چې د تېرو څو ورځو خونړي بریدونه دي چې ترهګرو ترسره کړي او له امله يي سلګونه بې ګناه خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي، د امینت په ټینګښت کې له امنیتي ځواکونه سره له نېږدې همکاري په کار ده .

غازي ځدران