ایا د طالبانو په پټن ځایونو کې اوس هم شک شته

سپین سهار !

طالبان هغه نظام چې دپاکستان په مستقیم ملاتړ او لارښوونه رامنځ ته شو او پنځه کاله یې په افغانستان باندي حکمرانې وکړه چې ددوۍ دحکمرانۍ په وخت کې یوازي پاکستان او سعودي عربستان نوموړی نظام په رسمیت پیژندلو او پاکستان دطالبانو دجګړې ټولې لیکې تر څار لاندي نیولي او ان هغه خلک چې لږ به هم د پاکستان داستخباراتې کړیو د اوامرو څخه سرغړونکې شول نو هغوۍ به یې په یوه نه په یوه بهانه له منځه وړل او هغوۍ  به یې یا وژل او یا به یې دقدرت نه څنډې ته کول .

د دي ټولو سره سره پاکستان په لومړیو کې هڅه وکړه چې د طالبانو لښکر د ظاهرشاه دلښکر په نوم ونوموې او دا هم یو دطالبانو دبری لپاره ښه کمپاین او شعار وو .

خو کله چې 11 سیپمټمبر 2001 کال کې په امریکا کې په نړیوالو سوداګریزو بریدونو باندي برید وشو او زرګونه امریکایانو ته مرګ ژوبله واوښتله نو امریکا په سمدستې توګه القاعده په دې کې تورنه کړه او له طالبانو یې وغوښتل چې د القاعده مشر اسامه بن لادن دوۍ ته ور وسپارې چې طالبانو له دې غوښتنې دانکار په کولو سره سمدلاسه امریکا دنړیوالو متحدینو او امنیت شورا په اجازه باندي په افغانستان بریدونه پيل کړل ، دبریدونو د پیل سره سم امریکا پاکستان ته اخطار ورکړ چې یا دي له دوۍ سره ودریږې او یا دې هم دتروریستانو سره خو پاکستان په ښکاره ډول سره طالبان په امریکا خرڅ کړل او په ډیره سپین سترګۍ یې امریکا ته زمینه برابره کړه چې په افغانستان برید وکړې او طالبان له پښو وغورزوي چې په دي سره پاکستان ځان دملیاردونو ډالرو څښتن کړ او همدارنګه یې نړۍ او امریکا ته وښودله چې دتروریزم پرضد مبارزه کې له دوۍ سره ولاړ دې .

خو په افغانستان کې د امریکا دیو څو کلونو جګړو او مبارزي وروسته پاکستان یو ځل بیا لوبه بدله کړه او دوه مخی سیاست یې شروع کړ چې له مخی یې یو لور ته امرکیا سره د ملګرتیا دعوه کله او له بل پلوه یې بیرته طالبانو ته د تیر په څیر پټن ځایونه ، ترننګ سنټرونه ، په مدرسو کې دذهنونو روزل او مالې امکانات برابرول شروع کړل او خپله هغه چاره یې چې دطالبانو په لومړیو کې سر ته رسوله بیرته شروع کړه او په ډیره سپین سترګۍ یې طالبانو او القاعده ته د ټولو هغه امکاناتو برابرول شروع کړل کوم چې به طالبانو دهغې څخه په ګټه اخستلو سره په افغانستان کې دافغانانو او نړیوالې ټولنې په وژلو مصرفول.

په تیرو څو کلونو کې پاکستان وتوانیدلو چې نړۍ ته وښایې چې دوۍ د ترویزم پرضد مبارزه کوې او ددې قرباني دي خو له بله پلوه او په دي یې دنړیوالې ټولنې څخه مرستې اخستلې او هر وخت یې ویل چې دوۍ نه دترویزم ملاتړې دي او نه هم دوۍ طالبانو القاعده ته خوندې ځایونه برابر کړې دې چې نړۍ هم سترګې پرې پټې کړې وې که څه هم افغانانو هر وخت ویل چې دتروریزم ضد جګړه باید د افغانستان د خاوري دباندي هلته وشي چرته چې ترویریستان ټول سهولتونه لرې خو نړیوالو نه منله او نه هم پاکستان منله .

خو کله چې په ورستیو کې تروریستي بریدونه کابل افغانستان کې زیات شول او ترڅنګ یې دامریکا متحده ایالاتونو او نړیوالو هم دا ومنله چې پاکستان  د تروریستانو ملاتړی دی خو پاکستان په دي حالت کې چې اسامه بن لادن په داسي ځای کې دپاکستان ووژل شو چې هلته دپاکستان تر ټولو زیات امنیتي ښار دی او دفوځ او استخباراتو تر ټولو لوړپوړې چارواکې یې هلته ژوند کوي ووژل شو ، اختر محمد منصور دطالبانو مشر په بلوجستان کې د امریکا الوتکو لخوا په نښه او ووژل شو ، دکویټې شورا هلته ده ، په اغاجان معتصم چې د طالبانو وخت کې دمالیې وزیر وو په کراچۍ کې برید وشو ، دحقانې زوي په اسلام اباد  کې ووژل شو ، دحقانې ډلې ټول مرکزونه دپاکستان دفوځ لاندې سیمو میرام شاه ، وزیرستان او قورمه کې دي ، او له تیرو څو کلونو راهیسي دامریکا د بی پیلوټه الوتکو په بریدونو کې د دوۍ قومندانان او غړې هم وژل کېږي او ددي ټولو مسایلو ترڅنګ د پاکستان پخوانې فوځې مشر جنرال مشرف په څو رسنییزو مرکو کې په ډاګه سره ویلې دې چې دوۍ دطالبانو ملاتړ د خپلو ګټو لپاره کوې او طالبان دوۍ دخپلو ګټو لپاره ملاتړ کول .

نو اوس ددي ټولو شواهدو او اسنادو په لرلو سره نړیواله ټولنه ولې اوس هم د تروریستی ډلو دځای او ملاتړ په اړه شک لري ؟ که چیرته دوۍ شک لرې نو ښکاره ده چې ددوۍ استخباراتې اداري واقعا ضعیفه دې او که شک نلري او عمل نه کوې نو بیا مالومه خبره ده چې امریکا او د دوۍ متحدین دتروریزم پرضد جګړه کې ریښتینی نه دي او دا جګړه یوازي دخپلو ګټو لپاره مخته وړي او بله موخه نه لري .