له طالبانو سره د پاکستان تړلې ګټې 

په دې ورستیو کې پاکستان له ترهګرو څخه د ملاتړ په خاطر تر سختو نړیوالو او کورنیو فشارونو لاندې دی چې، په دغه هېواد کې نه یوازې د ترهګرو ځالو ړنګولو لپاره اقدام نه کوي بلکې د هغوی په پاللو تمویل او په افغانستان کې د خونړیو بریدنو تر شا هم لاس لري چې د ترهګریزو شبکو لخو ترسره کیږي. 

په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر په سیمه کې امریکايي قوماندانانو ته واک ورکړی چې د افغانستان او پاکستان په هره برخه کې د تروریستانو پر مرکزونو بریدونه کولی شي.د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ په اړه د سپینې ماڼۍ له یوې خبرپاڼې سره سم، له افراطي تفکر او د امریکا د ملي ګټو له ګواښوونکو ترهګرو ډلو سره مبارزه د ولسمشر ټرمپ د حکومت د  لومړیتوبونو د لیست په سر کې ده.دا لومړی ځل دی چې د امریکا حکومت خپلو قوماندانانو ته بشپړ واک ورکوي چې د افغانستان له پولو دباندې هم عملیات وکړي.

امریکا له کلونو وروسته د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو د ځپلو لپاره د جدي اقدماتو خبره په داسې حال کې کوي چې وړاندې له دې هم امریکايي بې پیلوټو الوتکو په قبایلو کې سیمو کې د وسله والو طالبانو مشران په نښه کړي خو دا اقدام هومره نه وو چې په افغانستان کې د جنګېدونکو اروپکو د قوماندې پر رهبرۍ اغیز وکړي. 

هاخوا ولسمشر محمد اشرف غني په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د جمعې لمانځه له ادا کولو وروسته د یو شمېر دیني عالمانو او دولتي چارواکو په مخ کې له پاکستانه په توندو ټکو غوښتنه وکړه چې له هغه ځایه د تنظیمېدونکو اورپکو پر وړاندې عملي ګامونه واخلي.ولسمشر په خورا تونده لهجه وویل د وسلوالو طالبانو مرکز او پټنځي په پاکستان کې دي.

خو پاکستاني حکومت ظاهرا اوس هم چمتو نه دی چې په خپله خاوره کې د طالبانو د اصلي پټنځایونو د ړنګولو او یا حد اقل د هغوی له ملاتړ څخه لاس پر سر شي، نو اوس جوتیږي چې پاکستان له طالبانو سره تړلې ستراتیژیکې اړیکي لري چې پرېښودل يي ظاهرا ناشوني بريښي. 

پاکستان تل له دغه ډول فشارونو څخه د خلاصون لپآره کوښښ کوي چې اذهان بل لور ته واوړي، رسنۍ او سیاسي ډلې او شخصیتونو پر نورو مسائیلو بوخت وساتي. پر کونړ د پاکستان له لوري توغوندويي بریدونه هم څه نه وې او ساده خبره  نه ده . پاکستانی استخباراتي شبکې بیا لهیوه شیطاني تاکتیک څخه کار واخیست او یو ځل بیا يي د افغانستان پر خاوره راکټي بریدونو لړۍ ته مخه کړه. 

د کونړ ولايت چارواکي وايي، یوازې تېره شپه پاکستان له ډيورنډ کرښې سره نژدې پر افغانستان ۱۸۰ توغنديز بريدونه کړي دي چې له امله يي د يوې کورنۍ څلورغړي چې يوه مېرمن او دوه ماشومان په کې شامل دي ټپيان شوي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان پر افغانستان د خپلو غوښتنو د منلو په خاطر د افغانستان پر خاوره توغوندويي بریدونه کړي آن تر دې چې د دغو بریدونو په غبرګونو کې افغان حکومت ورته عمل ښکار کړ چې په پایله کې د دواړو هېوادونو د پوله ساتو ځوکونو ترمنځ وسله د تورخم په دروازه کې وسله واله نښته هم وشوه. 

 

غازي ځدران