د کرکټ بریا او ولس خوښي

هسې هم اوسنی نسل په جګړه کې پیدا او جګړه کې لوی شو، کم وخت داسې راځي چې ټول په یوه خوله خوښي ښکاره کړي او هغه داسې خوښي وي چې خلک په راتلونکي باوري کوي.

د افغانستان د کرکټ چټک پرمختګ نړۍ حیرانه کړې، هغه هېوادونو ته ماتې ورکوي چې ترموږ یې لسیزې وړاندې کرکټ پيل کړی او په یو هوسا ژوند او ارامه فضا کې ژوند لري، خو بیا هم افغانانو سره په مخ کیدو سره یې د بریا خوبونه نه رښتیا کیږي.

افغان کرکټ ملي لوبډله چې په کمو امکاناتو زحمت باسي او هره ورځ خولې تویوي، دا یې یو ځل بیا ثابته کړه چې افغانان د تاوتریخوالي خلک نه دي بلکې تاوتریخوالی پرې کیږي او یا ورته مجبوریږي، که پريښودل شي هر ډګر کې بریا د افغانانو دی.

همدا تېره شپه د فبروري پنځه افغانستان له زمبابوی هېواد سره لوبه وکړه او په شپږ ویکټو یې ماتې ورکړه، دا لوبې د افغانستان په کوربتوب د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کیږي چې لومړۍ لوبه یې افغان لوبډلې وګټله او دوه نورې شل اوریزه لوبې شته چې دواړه لوبډلې به یې کوي.

په لوبه به خبرې نه کوو، بیا اصلي مطلب پاتې کیږو، ما د دې لوبو په جریان کې او له لوبې وروسته د افغانانو احساسات او خوښي ولیده چې د لوبډلې لپاره یې کوله، دا خوښي د دښمن لپاره ښه درد دی چې غواړي افغانان هر کله په غم کړي او هر کله په یوه پېښه وژاړي.

د کرکټ تر څنګ نورې لوبې هم شته چې په بري سره یې افغانان خوشحاله کیږي او هغه درد او غم یې څو شیبې له ذهن کډه کوي چې نامرده دښمن یې کلونه ورته په لټه کې وي.

خو د کرکټ یادوونه ځکه کووم چې دا هغه لوبه ده چې تر نورو نسبت مینه وال زیات لري او تر څنګ یې بریاوې هم زیاتې دي، کمې لوبې به وي چې ماتې خوري خو په زیاتو لوبو کې بریا ترلاسه کوي او په بري سره یې ټول افغانان ډولونو ته لاسونه اچوي.

همدا د سپورټ ډګر دی چې کولای شي افغانان په یو ټغر راټول کړي، کولای شي لکه تېره شپه، داسې هره ورځ او هره شپه د افغانانو په خوله خندا راولي، د خوښۍ زیري ورکړي او د بریا غرور یې لا زیات شي، په راتلونکي یې باور لا زیات شي، ځکه دلته دښمن کار کوي چې په هر ډول پېښو سره په راتلونکي د افغانانو باور کم کړي.

افغان ولسمشر هر کله له کرکټ بورډ سره ژمنه کړې چې ټول امکانات دې په کار واچوي او نړۍ کې دې د افغانستان بیرغ هسک وساتي، ولسمشر په دې پوهیږي چې همدا کرکټ دی چې د سولې پیغام لري، د کرکټ تر څنګ نورې سپورتي لوبې چې له نړۍ سره سیالي کوي د سولې او یووالي پیغام له ځان سره لیږدوي.

ولسمشر هر ځل د افغان لوبډلې لوبې په ټلویزیون ننداره کړي او د دې تر څنګ یې د لوبډلې د تشویق لپاره لوبډله ارګ ته ورغوښتې او څو شیبې یې د ډاډ کیسې ورسره کړي او ژمنه یې کړې چې حکومت به په ټول توان کار کوي چې د لوبو پرمختګ او پراختیا ته کار وکړي.

د هرې لوبې په ګټلو سره چې افغانان خوشحالیږي، دښمن یې همدومره درد من کیږي، ځکه افغانان چې کلونو جګړې یې د هر څه بنسټونه وران کړي او دا بنسټونه اوس یا رغول شوي او یا رغول کیږي د هیچا په افغانانو نه ده پیرزو چې دومره کم وخت کې دې دومره چټک پرمختګ وکړي.

خو نن افغانان د نړۍ په میدانونو کې د کرکټ له ایجادوونکو سره لوبې کوي او هغوی ته د ماتې ویره پيدا کوي، انشاءالله داسې ورځ راتلونکي ده چې نړیوال کپونه به د افغانانو لاس ته ورځي او تر افغانستان به یې رارسوي.

هره لوبه د سولې پيغام لري، هره لوبه موږ له یو بل سره نږدې کوي، نو که سره یو شو، حکومت او نظام مو په پښو دریږي او کله چې د ولسونو ملاتړ تضمین شو، بیا نو د هیڅ دښمن په افغانانو زور نه رسیږي چې له پښو یې وغورځوي او یا یې د ویر په ټغر کینوي

غازي ځدران