له نظام ملاتړ، د ځان ملاتړ دی

نصرت 

مخالفت دغه کلمه له هغه وخته را شروع کیږی له کله نه چې د انسان ذهن دیوې موضوغ په اړه سوچ کولی شي اوپه هغه موضوع یې ذهن رسیږې په ځینو هېوادنو کې ځینې ډلی د دې لپاره په خپلو کې سره خلاف وي ، چې د خپل ملک او خلکو له پاره د خدمت جوګه شي ددوی تر منځ دغه کشمکشونه او یو د بل پرضد را ولاړیدل که څومره هم سخت پړاو ته ورسیږي خو دټولو ډلو یوځینۍ موخه دخپل نظام ملاتړ او د خپلو خلکو سره همکاري وي.

 په ټولنه حاکمې ایډیالوژۍ کولی شي چې د فرد ذهن هماغسې ور جوړ کړي لکه څنګه چې د دغو ایډیالوژیو غوښتنه وي، که نوره نړۍ د خپل هېواد او خلکو د چوپړ له پاره سره سیاسي او نورې مبارزې کوي نهايي موخه یې هېواد ته چوپړ وي په تاسف سره باید وویل شي چې زموږ د ټولنې د وګړو ذهنیتونه ملي ګټو ته پر ځای پر شخي ګتوترجیح ورکوي. 

دلته که څوک دنظام ملاتړ کوي او یا یې پر ضد را ولاړیږي یواځینۍ موخه یې د خپل جیب ډکول وي که څوک په دولت کې دنده پرمخ وړي هم دمادیتو لپاره کار کوي او که مخالفو ډول سره ولاړ وي هم د مادیتو تمه لري . 

دلته بیا یوه ډله په مستقیم اوغیرمستقیم ډول پرته له کومو شخصي ګټو له نظامه ملاتړ کوي . دغه ډله خلک زیاتره ځوانه طبقه ده چې دیو ملي احساس له مخې هم له نظامه ملاتړ کوي او هم د دنظام د مخالفینو مخه نیسي . 

دغه ځوانان له ټولنیزو رسنیو نیولی ترتلویزون او راډیو پوري هڅه کوي چې، مخالفینو ته یو ډول قناعت ورکړي او له نظام سره د همکارۍ او دملي احساس په ګټو یې پوه کړي . 

دغه ځوانان تر ډېره بریالي دي او زیاتره داسې کسان یې له نطام سره په همکار تشویق کړي چې تر پرونه یې د هېواد د بربادۍ له پاره او نن یې د ابادۍ له پاره کار کوي . 

دغه کار هغه وخت کیږې کله چې دتعلیم کچه لوړه شې چې الحمدالله اوس په دغه برخه کې ورځ تربلې دځوانانو توجه ډېریږي . 

دغه ډله ځوانان نه یواځي خپله درس وایې بلکې دکورنۍ نور غړي هم تشویقوي ترڅو د دغه نظام سره همکاري وکړی. 

که ټول وګړي د نظام پر وړاندې ودریږې نو یقينې ده چې نه به ملک پرمختګ وکړي او نه به په نظام کې شته خلک په ډاډه زړه کار وکړی . 

نو دنظام په اړه داسې ویلی شو چې نظام کې د عام خلکو رول ډېر زیات مهم دی او نظام په دوی ولاړ دی او دوې دې چې نظام دی . 

که په اوسنی نظام خبرې وکړو نو دلته درې ډوله وکړي شتون لري یو هغه دې چې په نظام کې دنده لری او بل هغه دي چې له نظامه خوابدې دي اوله مخالفینو سره ولاړ دی . 

هغه ډله چې د دغه نظام برخه ده خوښ دي او په ډېره برخه یې په پوره اخلاص خپله دنده پرمخ وړی او ددغه نظام د بهبود له پاره خورا په مینه خولی تویوې . 

او دویمه ډله یې هغه دي له اوسني نظامه ناخوښ دي. هغوې تر ډیره هڅه کوي چې ځینو ډلو سره یوځای دنظام ړنګیدو کې پوره برخه واخلي. 

دغه خلک دوخت سره خپل رنګ بدلوی هره خوا چې تله درنه وې هغې خوا ته مایله کیږې دوی نه دا چې په ټولنه کې ځان لپاره ځای نه پریږدی بلکې له هغو ډلو سره هم بې باوره کیږې چې پخوا یې غړیتوب در لود . 

دوی هڅه کوي چې یوموقف ته ځان ورسوي خو بار بار ناکامه کیږی هماغه وي چې له وسلوالو سره یا یوځاي کیږې یا ځان د تل لپاره له صحنی نه باسي. 

پاتی شوه هغه ډله کسان چې نه په نظام کې مستقیم دخیل دي او نه له نورو ډلو سره کار کوي ځان یې له هرډول سیاست نه بهر کړی وي خوتر ټولو ډېره برخه په افغانستان کې دغه طبقه تشکلوي . 

دوی تل هڅه کړیده چې له نظام سره په غیرمستقیم ډول مرسته وکړي شاید دوی کې زیاتره یې په دې پوهیږی هم نه، چې دوی دولت ته په ګټه کار کوی هغه ځکه چې دوی ځینې کارونه خپل مسولیت ګڼي دبیلګې په توګه نه پریږدي چې د دوې په سیمو کې دې مخالفین وران کاره عمل ترسره کړي یا یې خپله مخه نیسې یا یې دولته ته په وخت خبر ورکوي. 

نوکه د دغه ډله خلکو یادونه کوو نو دوي بغیر له کوم مطلبه له امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي وخت په وخت ورسره همکاره دي. 

په ملی مسایلو کې له دولته نه ملاتړي وي د ملي منافعو په ساتلو کې له هرچا نه مخکی وي او دهېواد ټولې ګټي ورته له هرچا نه لومړیتوب لرې . 

نو ویلې شو چې له نظام نه ملاتړ له خپل ولس اوخلکونه ملاتړ دی هغه ځکه چې دولت دولس په ملاتړ کولای شې دهېواد په ګوټ ګوټ کې امن راولې. 

پرمختیایې کارونه به ترسره شي. صنعت به مو پرمختک وکړي دتعلیم نصاب به مو له نړۍ والو سره برابر شي اوپه هرډګرکې به نړۍ والو سره سیالان شو