طالبان په ځان ملنډې وهي

وروسته له هغې چې امریکا او افغان حکومت له طالبانو سره د سولې خبرې تحریم کړې او خبرداری یې ورکړ چې طالبانو د سولې فرصت له لاسه ورکړی او نور به د جګړې په ډګر کې ترفشار لاندې ونیول شي، نو طالبانو هم اعلامیه خپره کړه.

په خپره شوې اعلامیه کې طالبانو ډیره سپين سترګي او مبالغه کړې چې غواړم پنځه یې دلته ذکر کړم او دلایل هم ورته ولیکم.

لومړی: طالبانو د امریکا ولسمشر ملامت کړی چې په افغانستان کې یې له سولې مخ واړوه او په جګړه یې تمرکز کړی چې په جګړه کې یې د ماتې خبرداري هم  ورکړي.

طالبان او ملګري هېوادونه یې ښه په دې پوهیږي چې له امریکا سره په جګړه کې د سیالیو هېوادونو زور نه رسیږي، نو بیا طالبان څوک دي چې له امریکا سره ځان ووهي، طالبان دې د مثال په ډول کې په دا څو کلونو کې یادوونه وکړي چې کوم امریکایي يې وژلی او یا یې ورته په کوم مرکز برید کړی.

طالبان د امریکا له کشفي او بریدګرو الوتکو د خلکو په کورونو کې پټیږي او کلیوال د خپلې ناولې جګړې قرباني کوي، طالبان د جنګ میدان نه لري، لکه د غله له یو کور وځي او په بل ننوځي، نو بیا څنګه په سپین سترګۍ خبرداري ورکوي.

دویم: طالبانو په اعلامیه کې په افغانستان کې د وینې تویدو مسوولیت په امریکا اچولی.

طالبان دا کار ټکی ډیر په ریشخند لیکي، ځکه دوی پوهیږي چې همدا پنځه ورځې وړاندې یې د څلور سوه کسانو وینه تویه کړې او زرګونه کورنۍ یې د ویر په ټغر کینولي له ژوند بې زاره کړي، طالبان فکر کوي چې د امریکا لپاره باید هر افغان هر ځای کې ووژل شي، ځکه د وینې په تویدو سره د نړیوالو پآم افغانستان ته را اوړي او جګړې ته د حل لار لټوي.

افغانستان په جګړه کې چې طالبانو څومره د بې ګنا افغانانو وینه تویه کړې، د جګړې بل هیڅ اړخ دومره کار نه دی کړی، داسې نه ده چې ګنې زه په دې لیکنه کې د امریکا ملاتړ کووم، خو کله مې چې د طالبانو اعلامیه ولیده او هر کرښه کې یې اسلام او جهاد لیکلی، نو اړ شوم چې د تردید څو کرښې پرې ولیکم.

دریم: طالبانو په اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې د جګړې په فشار به  امریکا د سولې خبرو ته حاضروي.

خو تېرو څو کلونو جګړې ثابته کړه چې امریکا له جنګي ماموریت لاس اخیستی، یواځې هوایي بریدونه کوي او د جګړې په کرښه کې نشته، طالبان افغان ځواکونه په ځانمرګو او غلچکي بریدونو او ملکي وګړي د ماین په چاودنو او ډله ییزو بریدونو کې وژني.

نو طالبان لکه چې له هغه فورمول اخلي چې که غواړې میخه وزوروې، نو کټي ته یې زور ورکړه، طالبان فکر کوي چې افغانان وژني، دا به په امریکا فشارونه راوړي او امریکا به حاضره شي چې له طالبانو سره د سولې خبرې وکړي، دا کار نو عارفانه تجاهل دی او طالبان هم ښه پرې پوهیږي.

څلورم:د طالبانو د اعلامیې یوه برخه دا ده چې که امریکا او افغان حکومت په جګړه ټینګار وکړي، موږ به هم جګړه کوو.

طالبانو پروژه د جګړې لپاره جوړه شوې او د سولې سرلارې وژني، تېرو کلونو کې طالبانو ښودلې چې خپل د سنګر ملګري یې په دې تور ترور کړي چې ګنې غواړي د سولې خبرې وکړي، طالبانو کلونه جګړه کړې او هیڅکله یې د سولې شین چراغ نه دی لګولی.

امریکا او افغان دولت که نور نه وي، نو په ښکاره خو یې غږ کړی چې طالبان دې د سولې هر شرط وړاندې کړي چې خبرې ورسره وشي، خو طالبانو هر څل له افغان دولت سره د سولې خبرې رد کړي، اوس چې د جګړې خبرداری د همدې لپاره دی چې طالبان هیڅکله سوله نه کوي او باید په جګړه کې ووژل شي او یا له جګړې لاس واخلي.

پنځم: طالبانو په اعلامیه کې په اسلامي فریبکارۍ باندې زیات تمرکز کړی او ځان یې په اعلامیه کې د اسلام مدعي یاد کړی چې ویلي دي (دا د حق او باطل جګړه ده)

ایا د پردیو د ګټو لپاره په یو ځل د سلګونه کسانو وژل د حق جګړه ده، ایا د مسلمان وینه تویول حق دي، ایا اهدافو ته د رسیدو لپاره باید ډله ییزه وژنه وشي.

د اوس وخت ښه خبر دا دی چې خلک د اسلامي سخت دریځو په شعارونو او فریبانه تبلیغاتو نه تېروځي او په دې باندې پوه دي چې بیرونې استخبارات د اسلام په نوم سخت دریځې ډلې زیږوي او په تمویل سره یې خپلو ګټو ته ځان رسوي.

نو طالبان د وروستۍ اعلامیه په لیکلو یا نه دي پوه شوي او یا یې سخت دریځۍ او ماتې عصاب دومره خراب کړي چې په ځان ملنډې وهي، خو په ځان نه پوهیږي.

غازي ځدران