ولې عام خلک په نښه کیږي!

په دې ورستیو کې د افغانستان دولت وسله والو مخالفانو د بهرنیو استخباراتي شبکو په مرسته پر عامو خلکو ترهګریزو بریدونو ته زور ورکړی او پرته له دې چې د ماشوم ښځې بوډا او ځوان ترمنځ تفکیک وکړي د عامو خلکو تباه کولو ته يي لستوڼي را بډوهلي. 

د افغان دولت وسله وال مخالفین هڅه کوي چېله هرې ممکنې لارې حکومت کمزوی ښکاره کړي. په تېرو څو لنډو ورځو کې پر انټرکانټینتال هوټل، په جلال آباد ښار کې د ماشومانو پر پالنځای او په ورستي هغه کې د کابل ښار په زړه کې د جمهوریت روغتون پر وړاندې پر عامو خلکو د تر ټولو خونړیو بریدونو شاهدان یوو. په ټولو دغو بریدنو کې ډير زیان عامو وګړو لیدلی او د قربانیانو ډېره برخه وګړي عام ولس دی چې د تل په څېر يي د دغې کرغېړنې جګړې قربانۍ ته اوږه ورکړې. 

له هر برید وروسته عامه روغتونونه د ملکي ټپيانو له مړو او ټپیانو ډک شي، د جمهوریت روغتون پر وړاندې له  ځانمرګي برید وروسته د روغتونونو په بسترونو کې د ټپيانو د درملنې لپاره د ځای او بسترونو کمی وو. بهرنۍ استخباراتي شبکو هم موندلې چې پر حکومت د فشار لپاره کومې لارې چارې وکاروي او وکولای شي د خلکو او حکومت ترمنځ د بې باورۍ فضا لا پسې خوره کړي.

 په مجازي نړۍ کې دا ښکاره ده چې له هر خونړي برید ورسته خلک تر ډېره د حکومت کمزورتیا ته د نیوکې ګوته نیسي چې ګڼې د دغه راز بریدونو په مخنیوي کې پاتې راغلي خو دا يي هېره کړې چې، د ځانمرګو بریدونو مخنیوی او پېژندنه څه آسانه کار نه دی. هېره دې نه وي چې  په ډېرو پرمختللو هېوادونو کې چې له لسییزو راهیسې يي د جګړې مزه نه ده څکلې د دغه راز پېچلو او خونړیو بریدونو له مخنیوي څخه عاجز دي. 

د افغانستان دښمن په ډېره ځېرکتیا دې تاکتیک ته ادامه ورکوي.  له هر برید وروسته لیدل کیږي چې ولس پرته له دې چې د برید د عاملانو پر ضد خپل غږ جګ کړي او په دې لار کې متحد شي، د افغان دولت مخالفینو ته په غیر مستقیم ډول کمپاین کوي.

دا باور شته که خلک په هماغه کچه چې له برید ورسته حکومت ته د نیوکې ګوته نیسي، د دې ډول بریددونو ګراف هم لوړ شي تر څو د افغان دولت دښمن له دې لارې خپلې ستراتیژیکې موخې تعقیب کړي او په دې ډول سره به يي په کم وخت کې دېر څه ترلاسه کړي وي.

پر فسبوکونو او یا خواله رسنیو د دولت وسله والو مخالفینو ته په دغه راز غیر مستقیم او نا آګانه کمپاین سره د دولتي ځواکونو پر قربانیو هم سترګې پټیږي چې د روغتون، هوټل او یا هم د ماشومانو د یوه  پالنځای د ساتنې لپاره يي وسله په اوږه کړې او د دغه راز خونړیو بریدونو د قربانیانو په لومړۍ کرښه کې دي. دوی د عامو خلکو د خوندي او یا هم ژوندي پاتې کېدو لپاره لومړني کسان دي چې د ځانمرګو برید کوونکو د لویو موخو او ډېرو مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره خپل سرونه  نظرانه کوي. زموږ د امنیتي ځواکونو دا ډول فداکارۍ باید د تل لپاره په یادونو کې وساتل شي  او د دوی سرښیندونو او زړورتیا ته په درنه سترګه وکتل شي. 

غازي ځدران