د روسیې پوځي ځواک

راټولوونکی؛ ذبیح الله شینواری

هوایي ځواک:  د روسیي هوایي پوځ دواړه ډوله خلاصي وزري او بند وزرې هیلیکوپټرې لري چې په ټولو څانګو او په ځانګړي توګه سمندري ځواکونه ترې کار اخلي.

د روسیي هوایي پوځ اوس د نړۍ پرمختللی هوایي پوځ دی، چې د جنګي جېټ الوتکو او هیلیکوپټرو سربېره بیلابیلې ټرانسپورټې الوتکې هم واک کې لري چې له پوځ سره د ماموریت په مهال مرسته کوي.

د روسیي هوایي پوځ داسې جنګي جیټ الوتکې هم لري چې په یو وخت څو اهداف په نښه کوي چې د جګړې په ډګر کې ډېرې موثرې تمامیږي.

په ټرانسپورټي او د روزنې الوتکو کې بیا دواړه خلاصې وزرې او بند وزرې هیلیکوپټرونه لري.

روسیه ټولټال ۳۷۹۴ الوتکې لري.

۸۰۶ جنګي الوتکې لري

بریدګرې الوتکې ۱۴۳۸

ټرانسپورټې الوتکې ۱۱۲۴

روزونکې الوتکې ۳۸۷

هیلیکوپټرې  ۱۳۸۹

بریدګرې هیلیکوپټرې ۴۹۰

د اردو ځواکمنتیا: د روسیي اردو د سختې روزنې او ماموریت تر څنګ پرمختللي پوځي تجهیزات هم لري.

د ځمکنۍ جګړې لپاره هغه ډول ټانکونه لري چې د جګړې په ډګر یې رول اغېزمن دی او د ټانګو ویجاړولو پرمختللي وسایل هم لري.

د روسیي پوځي وسایلو جوړیدو ډیزاین تر منځ ډېر توپیر نشته.

د روسیي پوځ د ځمکنیو جګړو لپاره هغه ډول پرمختللي پوځي تجهیزات وسایل لري چې په سیمه او نړۍ کې یې ساری کم دی.

د روسیي پوځي تجهیزات

۲۰۲۱۶ د جګړې ټانکونه

د جګړې لپاره پوځي وسایل  ۳۱۲۹۸

ځان وژونکي توپچي ۵۹۷۲

دوه نفري توپچي  ۴۶۲۵

د راکیټونو طرحه کوونکي ماشینونه   ۳۷۹۳

سمندري ځواک: د روسیي سمندري ځواکونه هم د نړۍ په کچه پیاوړی ځواک شمېرل کیږي.

د روسیي سمندري ځواکونه د پرمختللو جنګي بیړیو سربېره هیلیکوپټرې او جنګي جیټ الوتکې هم لري چې د اړتیا په مهال هر ځای کې پوځي ماموریت کوي.

ټولټال جنګي بیړۍ  ۳۵۲

د الوتکو ساتونکي   ۱

سمندري بیړۍ  ۶

ویجاړوونکي   ۱۵

د اوبتلونو شمېر  ۶۳

د ګزمو ماشینونه  ۲۸

د ماین پاکۍ وسایل  ۴۶ ډوله

روسیې له تېرو څوو کلونو راهېسې پوځي برخې لپاره زیات مالي امکانات هم برابرا کړي، چې په سیمه او نړۍ کې خپل سیالان پرې ننګولای شي.