د سعودي غونډه او اغیز یې/ تحلیل

لیک: د ستراتيژیکو څېړنو سیمه ییز او نړیوال مرکز

د عربي-اسلامي نړۍ-امریکا د مشرانو نړیوال کنفرانس د مې ۲۱مه ۲۰۱۷ د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې جوړ شو او د ډېری اسلامي هېوادونو مشرانو پکی ګډون وکړ .

دغې غونډې يو مهم ګډونوال د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ و، چې په کنفرانس کې يې د سعودي د پاچا ملک سلیمان ترڅنګ وینا وکړه. 

له ایران، سوریې او د منځني اسیایا له څو هېوادونو پرته، د اسلامي نړۍ تقریباً ۵۵ هېوادونو په دغه کنفرانس کی ګډون کړی وو په رياض کې دغې راټولېدنې درې برخې لرلې. لومړی د امریکا او سعودي ترمنځ دوهاړخیز کنفرانس و؛ دویم د خلیج همکارۍ سازمان او امریکا کنفرانس و؛ او درېیم بیا د عرب- اسلامي نړۍ-امریکا کنفرانس و. د دغې سرمشريزې اصلي موخه په سيمه او نړۍ کې له تونلارۍ او "ترهګرۍ" سره د مبارزې په اړه خبرې اترې وې؛ خو دا چې د امریکا او سعودي د "ترهګرۍ" ضد تګلارېڅه دي، د ریاض ۲۰۱۷ ناسته کېڅه تېر شول او د دغې مهمې سياسي پېې اغېزې به پر اسلامي نړۍ، پهځانګړی توګه په افغانستانڅه وي؟ هغه پوښتنې دي، چې په دغه تحليل کېځواب شوې دي

د امریکا او سعودي د "ترهګرۍ" ضد تګلارې

که څه هم تروریزم يا ترهګري ډېره متنازع فیه اصطلاح ده او تر اوسه یو واحد تعریف نه لري؛ خو بیا هم ډېر په دې همغږي دي، چې تروریزم سیاسي، مذهبي او ايډیولوژيکي موخو ته د رسېدو لپاره له تاوتریخوالي، په تېره بیا د ملکیانو پرضد، ګټه اخیستنه ده. دا مفهوم تر ډېره د نادولتي کسانو او ډلو لپاره کارول کېږي؛ خو د ډېری ډلو تر شا بياځینې دولتونه هم په مخفي توګه ولاړ وي. تروریزم ضد تګلاره بیا د دغه "تروریزم" د مخنیوي او یا له منځه وړلو لپاره د حکومتي ارګانونو نظامي یا امنیتي تاکتیکونو او تخنیکونو ته وايي. په لومړي ځل "تروریزم ضد" تګلاره د انګلستان لهخوا د نولسمې پېړۍ په پای کېڅرګنده شوه او د آیرلنډي آزاديغوښتونکو د کړنو د مخنیوي په موخه د دغه هېواد د کورنيو چارو وزیر د تروریزم پرضد یوځانګړی یونتجوړ کړ .وروسته د تروریزم او تروریستي پېښو له منځه وړلو په تړاو تر ټولو ډېرټینګار پر استخباراتو وشو. له همدې کبله د نړۍ په ډېری هېوادونو کېځواکمنې استخباراتي دارې رامنځته شوې؛ خو د وخت له تېرېدو سره، تروریزم او تروریستي پېښې پېچلې شوې چې له کبله يې د تروریزم ضد جګړه او تګلاری هم بدلون وموند. 

د سړې جګړې پرمهال د امریکا "تروریزم ضد" تګلاره تر ډېره پر استخباراتو متکي وه؛ خو وروسته بیا د تروریزم د مخنیوي په موخه د امنیتيځواکونو ظرفیت لوړونه، د یو شمېر قوانينو جوړول، دځينو ادارو رامنځته کول، په شته ادارو کې د تروریزم ضد ځانګړي یونټونهجوړول،دتروریستانودماليسرچینودوچولوپهموخهپهبانکي نظامونو کې بدلونونه راوستل او داسې نورګامونه واخېستل شول. د دې تر څنګپه پوست- ۲۰۰۱ کلونو کې يې پر افغانستان برید هم د تروریزم پرضد جګړه وبلله. تر دغه چتر لاندې د امریکا د عراق او سوریې جګړه هم پلې شوې. 

په بل اړخ کې، چې کله د سړی جګړې پرمهال د حج په مراسمو کې په حرم کې تروریستي پېښې وشوې، نو سعودي پر خپل استخباراتي نظام ډېره تکیه وکړه. په منځني ختیځ کې د القاعدې د بریدونو پرمهال سعودي تر ډېره هڅهوکړه، چې د القاعدې شتمنۍ کنګل کړي. خو دغه هڅس له ۲۰۰۱ کال وروسته ډېرې زیاتې شوې او ریاض وغوښتل، چې د «تروریستي ډلو» د مالي سرچینو ریښې وچې کړي. سعودي ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستي سفر کې هم، امریکا او د خلیج همکارۍ سازمان په دې تړاو یو هوکدهرلیک لاسلیک کړ 

د ریاض ۲۰۱۷ ناسته 

د ریاض ۲۰۱۷ ناسته په درېیو کنفرانسونو وېشل شوې وه. لومړی د امریکا- سعودي دوهاړخیز کنفرانس و، چې پکې د امریکا متحده ایالاتو او سعودي عربستانڅه د پاسه درې نیم سوه میلیارده ډالرو سو داګریزې موافقې لاسلیک کړی. په دغو موافقو کې د ۱۱۰ ملیارده ډالرو یوازې په نظامي او دفاعي برخه کې دي، چې له مخې یې د امریکا لهخوا له سعودي عربستان سره دټانکونو، الوتکو، د مېزایيلو دفاعي نظام، په تېره بیا رادار ورکول او د سایبري امنیت په برخه کې همکاري شامله ده. 

دویم کنفرانس د امریکا او د خلیج همکارۍ سازمان ترمنځ وو په دغه کنفرانس کې د امریکا ولسمشر د دغه سازمان له مشرانو سره ولیدل او د سیمې د ثبات او امنیت، په سیمه کې د ایران د نفوذ او د یمن په تړاو يې ورسره خبرې اترې وکړې. له دغه کنفرانسڅخه وړاندې د سعودي او امریکا ترمنځ "تروریزم" د مالي ملاتړمخنیوي په تړاو یو هوکړه لیک هم لاسلیک شو. 

درېیم کنفرانس د عرب- اسلامي نړۍ-امریکا ترمنځ وو چې په دغه کنفرانس کې تقریباً د ۵۵ هېوادونو مشرانو او استازوګډون وکړ په دغه کنفرانس کې د سعودي پاچا ملک سلمان او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپځانګړی وینا وکړی . په دغه کنفرانس کې په امنیتي ډګر کې د داسې همکارۍ پر جودولوټینګار وشو، چې د افراطیت او تروریزم زیاتېدونکي ګواښ مخه ونیسي او یا یې ختم کړي او پرځای یې منځلاریتوب او زغم دود شي. 

پر اسلامي نړۍ او افغانستان یې اغېزې

 دا چې دا کنفرانس به پر اسلامي نړۍ او افغانستان څه اغېزې وښندي، لاندې يېڅو مهمې برخی څیړل شوې دي

: سعودي- امریکا اړیکې؛ دا چې په تېرو کلونو کې په ځاتګړي ډول د امريکا د پخوا˻ ولسمشر بارک اوباما په دو˽ه دوره کې د دواړو هېوادونو اړيکې خړې پړې شوې؛ اوسمهال سعودي عربستان ته د امریکا د نوي ولسمشر سفر به پر دغو دوهاړخیزو اړيکو ژوره اغېزه وښیندي، هغه هم داسې مهال، چې دواړو هېوادونو په اقتصادي او امنیتي ډګر کې د ۳۵۰ ملیارده ډالرو ارزښت لرونکي هوکړهلیکونه لاسلیک کړل دغه راز د امریکا ولسمشر هم د ریاض په کنفرانس او بیا په اسرائیلو کې د ایران پرضد توند وکړې.

د اسلاموفوبیا کمولو هڅه: په امریکا کې ټرمپ له ولسمشر کېدو وړاندې، د اسلام او مسلما نانو په تړاو د ده څرګندونو ډېری مسلمانان اندیښمن کړي وو. ډونالد ټرمپ امریکا په نوې اداره په تېره بیا په سپینه ماڼۍکې اسلاموفوبیا (يا له اسلام څخه نه توجيه کېدونکې وېره) لرونکي کسان استخدامول او په لومړي سر کې له اوو مسلمانو هېوادونوڅخه د کډوالو بندولو اړوند قانون لاسلیک کولو دا ډول اندېښنیې نورې هم زیاتې کړي دې. خو ډونالډ ټرمپ خپل لومړنی رسمي سفر د اسلامي نړۍ له زړه څخه پيل کړ؛ په سعودي عربستان کې یې د خپلو ویناو پرمهال منځلاریتوب غوره کړ او نور هغه پخوانی ډونالډ ټرمپ نه و. خو که دا مسئله لږه ژوره مطالعه کړو، نو دا چلند تر ډېره د ایران پرضد د ده دریځ او له سعودي عربستان سره د اقتصادي او سوداګریزو تړونونو له کبله وو اوس هم په سپینه ماڼۍکې اسلاموفوبیا لرونکي کسان شته دي. دټرمپ د دریځ لېدل به هغه مهال ثابت شي، چې کله په امریکا کې کوم ورانکاری برید وشي او دی یې پړه پر ټولو مسلما نانو وانهچوي. 

توندلاري او "ترورېزم"؛ په لومړي سر او په رسمي توګه د ریاض کنفرانس عمده موخه په سیمه کې د تروریزم او افراطیت پرضد جګړه، چې یا یې په لاره کې خنډونه جوړ شي او یا هم ختم کړایی شي. خو دغه کنفرانس به په دې برخه کې هغه مهال بریالی شي، چې د «تروریزم او افراطیت» معنی واضح شي. که چېرې دغه اصطلاحګانی ناواضح پاتې وي او موخه یې یو شمېر اسلامپال وي، نو دا به نه يوازې دا چې مثبته تمامه نه شي، بلکې منفي اغېزې به یې نورې هم زیاتې وي. تر اوسه د دغه کنفرانس له لارې د خلیج همکارۍ سازمان او امریکا ترمنځ،د تروریستي ډلو د مالي سرچينو او ريښو وچولو لپاره، په مالي اړخ کې تفاهمنامه لاسلیک شوې او په ریاض کې د تروریزم پرضد یو لوی نړیوال مرکز هم تاسیس شوی دی. 

په منځني ختیځکې پاور بېلانس؛ وروسته له هغه چې امریکا له ایران سره د اتومي پروګرام پر سر تړون لاسلیک کړاو له کبله یې له ایران څخه نړیوال بندیزونه لرې شول، نو منځني ختیځ دځواکونو انډول اغېزمن شو. ریاض له لومړي سره دغه تړون ته د یوه جديګواښ په سترګه کتل او له همدې امله یې له واشنګټن سره هم اړيکې خرابې شوې. اوس د ډونالډ ټرمپ لهخوا له سعودي عربستان سره له ۱۱۰ ملیارد ډالرو زیات د وسلو د پلور معامله به ترڅه حده په منځني ختیځ کی د ځواک انډول بېرته پرځایی کړي؛ خو له کبله به یې په دې سیمه کې د وسلو پر سر رقابت، د سعودي- ایران سړه جګړه او د دوی ترمنځ په یو شمېر نورو اسلامي هېوادونو کې پراکسي-جګړه هم پراخه شي. په بل اړخ کې ټرمپ هم د خپلې وینا پرمهال پر ایران توندې نیوکې وکړی، چې په وينا يې په یو شمېر هېوادونو کې د تروریزم تر شا ولاړ دی

سني- شیعه اختلافات؛ په اسلامي نړۍ کې د شیعه ډلو استازیتوب تر ډېره ایران کوي. ایران د همدغه شیعهیېزم له کبله په سوریه، یمن، لبنان او عراق کې د دغو ډلو په ملاتړلاسوهنې کوي. په یو شمېر نورو هېوادونو کې بیا د لاسوهنې پرځایی له دغو ډلو سره مالي، اقتصادي او فرهنګي همکارۍ کوي. دا چې ایران دغې غونډی ته نه و بلل شوی او د کنفرانس پرمهال پر ایران د امریکا او سعودي لهخوا توندې نیوکې هم وشوې، په اسلامي نړۍ کې د سُني او شیعه اختلافات نور هم ژورولای شي. 

افغانستان؛ د ملي یووالي حکومت پرمهال د کابل- ریاض ترمنځ اړیکې تودې شوې؛ خو دا اړیکې تر ډېره د ژمنو تر کچې وې. افغان ولسمشر اشرف غني هم، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د نږدېوالي په موخه په دغه کنفرانس کې ګډون وکړاو له نږدې یې د امریکا او سعودي له لوړپوړو چارواکو سره ولیدل. خو په سعودي کې د افغان کاریګرو د پاسپورتونو قضیه اوس هم د پخوا په څېر لاینحل پاتې ده. دغه راز که څه هم د امریکا ولسمشر په خپله وینا کې د افغان سرتېرو ستاينه وکړه؛ خو په رسمي توګه له افغان لوړپوړو چارواکو سره نه لیدنه د دغه سفر منفيټکي وو.